نوموړي کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ننني برید او د تاوتریخوالي نورو پېښو ته په اشاره وویل، طالبانو او داعش ډلې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه افغانان او امنیتي کسان وژلي.
خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دا ډله دواړه بریدونه په کلکه غندي چې عام خلک پکې په نښه شوي دي.
نوموړی پر افغان ولسمشر پړه اچوي چې د جګړې له لارې خپله واکمنی غځول غواړي:
"اوس د اسلامي امارت په وړاندې د تعرضي جګړې اعلان ښکاره کوي چې اشرف غني غواړي نور هم خپله واکمني د جګړې په سیوري کې وغځوي".
طالبان د ولسمشر غني دا خبره هم ردوي، چې دې ډلې د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی:
"له کله نه چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافقنامه لاسلیک شوې او د ملي او بین المللي جهتونو لخوا تایید شوې، له لومړۍ ورځې د اشرف غني د ادارې لخوا د سولې د پروسې په وړاندې د خنډونو ایجادول پيل شوي دي".