دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 209893
د کابل او ننګرهار بریدونو ته غبرګونونه
پرون سې شنبه) د مۍ ۱۲) د کابل په لویدیځ کې په یوه روغتون وسله وال برید او همدا راز د ننګرهار ښېوه ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي برید ته سخت او توند غبرګونونه ښودل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو پوښتلي چې ولې باید په یوه روغتون کې په ماشومانواو مېرمنو برید وشي.؟
هغوې چې د وسله وال برید پر مهال په روغتون کې بند پاتې وو د سختو شیبو شاهدان دي، په دغه روغتون کې یوه ۴۳ کلنه مېرمن چې له پنځو کلونو را هیسې کار کوي وايي وسله وال خونې ته ننوتل او ډزې یې کولی.
هغه وايي بریدګرو ان په هغو دوو مېرمنو هم رحم ونه کړ چې د نوزیږو په خونه کې وې. هغه ادعا کوي چې پنځلس مېرمنې یې خپله ولیدلې چې په دې برید کې یې ژوند بایلود.
"بېرته چې راغلو شاوخوا یولس ماشومان ژوندي و او مېندی یې وژل شوی وې، د روغتون رییس راغی او ماشومان مو د امبولانس په مرسته د اتاترک روغتون ته ولېږدول، ماشومان یې وژلي نه و بلکې میندی یې ورته وژلی وې."
شپیته کلنې فاطمې چې دې روغتون ته یې خپل لمسی د واکسین لپاره وړی و، وايي کله چې روغتون ته ننوتله څو دقیقې لا نه وې تیرې چې د ډزو غږونه یې واورېدل، وايي نه پوهېده چې څه پیښه ته شوې ده.
"د روغتون د تشناب په لور مې له لمسي سره منډه کړه هلته مې ځان پټ کړ، زه یوازې نه وم بلکې نور خلک هم و، د تشناب تر څنګ هم څو ډزې وشوې، موږ ډېر ویریدلی و، د خپل لمسي خوله مې کلکه ونیوله چې غږ یې پورته نه شي ډېر زیات ویریدلی حالت و."
په کابل او ننګرهار ولایتونو کې له وسله والو بریدونو څو ساعته وروسته افغان ولسمشر تېره ورځ ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې د عامو خلکو وژنه او ژوبلېدل جنایت وباله او دغه بریدونه یې وغندل.
ښاغلي غني وویل سره له دې چې د عالمانو او نړیوالې ټولنې په کراتو له طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه خو طالبانو لا تاوتریخوالی زیات او جکړې ته دوام ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcgyy9xwak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته