دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 209894
سعودي عربستان ۲۲۴ افغانان له زندانه خوشې کړل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې له سعودي عربستان څخه ۲۲۴ افغانان چې د اسنادو د نه‌لرلو د ستونزې له امله زنداني وو، خوشې شول او افغانستان ته واستول شول.
سعودي عربستان هغه اسلامي هېواد دی چې تر نورو په‌کې کرونا ویروس ډېر خپور شوی دی. په دغه هېواد کې د سې شنبې د ورځې تر اخره د خپرو شویو شمېرو له مخې نږدې ۴۳ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي او د رسمي شمېرو له مخې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله ۲۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون‌یې خپره کړه، راغلي دي چې تمه ده په سعودي عربستان کې پاتې ۶۰۰ افغان زندانیان هم د اوونۍ تر اخره افغانستان ته واستول شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchwwnik23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته