دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 209917
هېواد کې په کرونا د اخته ناروغانو شمېر له ۵ زرو هم واوښت
د نورو ورځو په څېر افغانستان کې بیا د کرونا ویروس یو شمېر نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۶۱۹ شکمنې پېښې تست شوي، چې ۲۵۴ هغه یې مثبتې ښودل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن ( چهارشنبه غويي ۲۴ ) خبري ناسته کې وویل چې تېرو څلریشت ساعتونو کې ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۲۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
ښاغلي مجروح تېرو څلریشت ساعتونو کې له همدې امله د ۵ کسانو د مړینې خبر هم ورکړ، خو مثبته خبره یې بیا د یاد ویروس څخه د ۴۲ کسانو بېرته رغېدلی دي.
نوموړي وویل چې ټول هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۵،۲۲۶ تنو ته رسېدلی، چې له همدې شمېر څخه ۶۴۸ کسان بېرته ښه شوي او ۱۳۲ کسان بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ښاغلي مجروح اندېښنه څرګنده کړه چې ښاریان روغتیايي لارښونو ته پام نه کوي او په وینا یې بابیزه یې ګڼي.
هغه یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې ټولنیز واټن مراعات کړي، او له ماسک څخه په ګڼه ګوڼې کې کار واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdfn0x5yt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته