دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 209918
د کابل او ننګرهار بریدونو ته د نړیوالو غبرګونونه
کابل او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې ورځې بریدونو پر وړاندې یو شمېر بهرنیو هېوادونو او بنسټونو غبرګون ښودلی او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي.
کابل کې او ننګرهار ولایتونو کې تېره ورځ په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږ ۵۰ کسان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپیان شول.
دې بریدونو په نړیواله کچه د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه راپارولي، چې له ډله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد بریدونه غندلي دي.
همداسې ناروې هېواد کال کې پر ماشومانو او ښخو او ننګرهار کې د جنازې په مراسمو بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
ګاونډیانو ایران او پاکستان هم په کابل او ننګرهار ولایتونو کې پر خلکو او ماشومانو بریدونه غندلي، او افغانستان کې د سولې راوستو ته ژمنه ښودلې ده.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان هم افغانستان کې د تېرې ورځې بریدونه غندلي او ویلي چې نباید روغتیا پال د بریدونو هدف وګرځول شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcezo8wvjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته