دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 209934

په اسپانیا کې چاروړاکي وايي، یوه ۱۱۳ کلنه بوډۍ،‌ چې اټکل کېږي په دې هېواد کې تر ټولو اوږد عمر لرونکې ده، له کورونا وېروس رغېدلې ده. ماریا برانیاس په تېره مارچ میاشت کې دغه هېواد ته له تللو وروسته په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوې وه.
له څو اونۍ کوربندۍ وروسته برانیاس روغه شوه. د هغې د ناروغۍ نښې شدیدې نه وې.
دغه بوډۍ د درېیو وباوو شاهده ده، یوه یې د ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ کلونو ترمنځ د انفلونزا وه او بله یې اسپانیا کې د ۱۹۳۶ او ۱۹۳۹ کلونو د کورنۍ جګړې پرمهال او بله اوسنۍ کورونا.‌
د هغې لور پر ټوېټر لیکلي: "اوس ښه شوې.‌ ډېره ښه ده. غواړي خبرې وکړي."
ماریا برانیاس په ۱۹۰۷ کال مکسیکو کې زیږېدلې او دوه کاله وروسته سان فرانسیسکو ته لېږدېدلې ده.
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د اسپانیا شمالي کتالونیا جیرونه ښار ته له خپل اسپانوي پلار سره، چې هغه وخت خبریال و، لېږدېدلې ده.
د هغې درې بچیان دي، یو یې ۸۶ کلن دی او ۱۱ لمسیان لري، چې د وروستي لمسي عمر یې ۶۰ کاله دی.
د لمسیانو یې ۱۳ بچیان دي.
هغې دوه لسیزې د اولوت ښار د بوډاګانو پالنځي کې تېرې کړې دي.
برانیاس تېر کال یوې ورځپاڼې ته ویلي وو: "له ژوند پرته مې نور هېڅ ونه کړل."
اسپانیا کې تر اوسه ۲۲۸۰۳۰ کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي، چې ۲۶۹۲۰ ترې مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcc1oqi02bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته