کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو پر ضد د ولسمشر غني د جګړې اعلان او بېلابېل غبرګونونه

د صدای افغان خبری آژانس , 24 ثور 1399 ساعت 14:53

ولسمشر اشرف غني د کابل پر روغتون، په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونو او د تاوتریخوالي نورو پېښو ته په نغوته او اشاره کې ویلي؛ طالبانو او داعش ډلې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه افغانان او امنیتي کسان وژلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډيویي وینا کې افغان وسلوالو ځواکونو ته په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته امر کړی، چې له دفاعي حالته راووځي او د “دښمن” پر ضد خپل پوځي عملیات یو ځل بیا پیل کړي.
ولسمشر غني څرګنده کړې، طالبانو د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
ملګرو ملتونو د کابل او ننګرهار بریدونه غندلي او څرګندوي، چې د دغو پېښو عاملان باید محاکمه شي.
د بشري حقونو د څار ډلې پر روغتون برید جنګي جنایت بللی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي؛ زه دا وحشیانه برید او تروریستان غندم، چې بې دفاع او کړیدلی ولس په نښه کوي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي هم د دغو بریدونو له کبله خواشیني‌‌ ښودلې او وایي؛ د کابل او ننګرهار بریدونه، چې بې ګناه خلک په کې ووژل شول، په کلکه غندم.
په کابل او ننګرهار کې له خونړیو بریدونو وروسته طالبانو د ولسمشر غني د پوځی عملیاتو د چټکولو په اړه په ډاګه کړې، چې د داعیشي ملیشو لخوا د کابل ښار په دشت برچي او د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو برید مونږ په کلکه غندو؛ ځکه، چې عام خلک په کې زیانمن شوي؛ خو دا باید هیره نکړو، چې داعش د طالبانو د پرېکنده عملیاتو په پایله کې اوس نه ښکاره سنګر لري او نه هم ښکاره هڅې.
طالبانو پر حکومت تورلګولی، چې دا ډول بریدونه په کابل او نورو ښارونو کې له استخباراتي میلمستونو پلې کیږي، چې موخه یې د ملت ځپنه او د ناکامو پالیسیو پلي کیدو ته زمینه برابرول دي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ نور د جګړې تر چتر لاندې د واکمنۍ د غزولو وخت تېر شوی دی.
د افغانستان د سولې امریکایي استازي هم څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو پر ضد نني تاوتريخوالي او دغه راز د جنازې په مراسمو کې بريد؛ ځوروونکې او کړغیړنې کړنې دي.
نوموړي د داسې یوه ګډ دښمن پر ضد د جګړې ښکېلې خواوې هڅولي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي؛ دا ډول جنایتونه تر سره نکړي او د کرونا ویروس د محدودولو لپاره سره نږدې شي.
خلیلزاد څرګندوي؛ د طالبانو او افغان حکومت همکاري اړينه ده. پدې کې پاتي راتلل به افغانستان د ترهګرۍ، پرلپسې بې ثباتۍ او اقتصادي ناخوالو په وړاندې له زیانونو سره مخ کړي.
د نوموړي په اند، اوس د سولې پر لوري د پرمخ تللو وخت دی.
تمه کېده، چې له طالبانو سره د امریکا د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي؛ خو اوس هم ځانمرګي او وسلوال بریدونه روان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تازه پېښو کې په ننګرهار کې ځانمرګي ۳۰ کسان وژلي او ۷۰ نور ټپیان دي او کابل کې د ولادي‌ نسايي پر یو روغتون په وسلوال برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي.


د مطلب کود: 209936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209936/د-طالبانو-پر-ضد-ولسمشر-غني-جګړې-اعلان-او-بېلابېل-غبرګونونه

آوا
  https://www.avapress.com