کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه:

د تعرضي عملیاتو پیلول ښيي، چې «کابل اداره» د سولې پروسه کې دلچسپي نلري

24 ثور 1399 ساعت 18:06

وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د کابل او ننګرهار د وروستیو بریدونو په پلمه د طالبانو په وړاندې د تعرضي عملیاتو د پیل امر ورکړ، روسیې هیواد په دې پرېکړه خواشیني ښکاره کړې او د سولې پروسه کې د کابل حکومت د نه علاقې نښه یې بللې.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» په همدې تړاو «ټاس» خبري اژانس ته ویلي « دا د افسوس وړ ده، د کابل ادارې مشر په حقیقت کې له دې پرېکړې سره د سولې هغه پروسه چې له مخې بین الافغاني مذاکرات پیلېدای شوای؛ دروي.»


نوموړي زیاته کړې «دا ډول کړنې ښيي، چې کابل حکومت د بین الافغاني مذاکراتو په پيل کې دلچسپی نلري.»
د کابلوف په قول، د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې له مخې، پر دولتي عسکرو باندې د طالبانو بریدونه له توافق سرغړونه نه بلل کېږي.
روسیه داسې مهال كابل ته د حکومت په ځای د «ادارې» اصطلاح کاروي او د تعرضي عملیاتو پیلول غندي، چې تېره ورځ د کابل حکومت مشر «اشرف  غني» د ملت په نامه وینا کې له یوې خوا له طالبانو اوربند وغوښت، خو له بل لوري یې، د هغوی په وړاندې د تعرضي عملیاتو د پيلولو امر ورکړ.
نوموړي دغه امر د کابل او ننګرهار د هغو بریدونو په غبرګون کې ورکړ، چې طالبانو په کلکو ټکو غندلي او د داعش او حکومتي چارواکو ګډ کار یې یاد کړی.
د غني له لوري د تعرضي عملیاتو د پيلولو په غبرګون کې طالبانو یاده کړه، چې دوی له خپلو خلګو او سنګرونو کلکې دفاع ته تیار دي، خو د جګړې د سختوالي مسئولیت به بیا د «کابل ادارې» په غاړه وي.
په ورته وخت کې د چارو شنونکي شک ښيي، چې د کابل او ننګرهار بریدونه ښايي د تعرضي عملیاتو پیل ته د بهانې لټولو په خاطر طرحه شوي وي، تر څو ورسره تاوتریخوالی زیات او د سولې پروسه له نامعلوم برخلیک سره مخ شي.
 


د مطلب کود: 209951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209951/د-تعرضي-عملیاتو-پیلول-ښيي-چې-کابل-اداره-سولې-پروسه-کې-دلچسپي-نلري

آوا
  https://www.avapress.com