کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار برید: د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي؛ وروسته د کور مېرمنې زړه هم درېدلی

25 ثور 1399 ساعت 10:29



د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې سې شنبه د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي بريد د د وژل شويو کسان شمېر لږ تر لږه ۳۲ ته رسېدلی دی. د ګڼو وژل شویو کسانو جنازې نن چارشنبه په دې ولايت کې ادا او خاورو ته وسپارل شوې.
د پرونۍ پېښې قربانيان تر ډېره سره خپلوان او نږدي ملګري وو. ياده پېښه کې د يوې کورنۍ ۴ غړي هم وژل شوي دي.
خپله قومي مشرشېخ سکندر، دوو ورېرونو، يو تره زوی او يو بل کليوال جنازې پرون مازديګر په بهسودو ولسوالۍ کې يو ځای ادا او وړاندې تر دې چې خاورو ته وسپارل شي، په کورنۍ ېې بل غم هم ور ډېر شو.
د وژل شوې کورنۍ يو غړی بلال وايي، د ورېندار زړه يې د کتار جنازو په لېدو ودرېد او د لېوره، د لېوره د دوو زامنو او د کاکا د بچي پسې دې مېرمنې هم ساه ورکړه.
د ننګرهار حوزوي او نورو روغتونونو ته د پروني بريد ۳۲ جسدونه او ۱۳۳ ژوبل ور وړل شوي. روغتیايي چارواکي وايي نژدې نيمایي ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته رخصت کړای شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي د پېښې څرنګوالی مالومېدو ته يې يو پلاوی ګومارلی دی. داعش ډلې د دې برید مسولیت منلی.
 


د مطلب کود: 209972

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209972/ننګرهار-برید-د-یوې-کورنۍ-۴-غړي-وژل-شوي-وروسته-کور-مېرمنې-زړه-هم-درېدلی

آوا
  https://www.avapress.com