کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې د افغان پوځ له "تاسیساتو" سره نږدې موټر بم چاودنه شوې

25 ثور 1399 ساعت 10:31

د افغانستان سوېل ختیځ ته له پکتیا ولایت رپوټونه وايي، چې د پنجشنبې په ورځ په مرکز ګردېز کې د افغان ځواکونو له تاسیساتو سره نږدې موټر بم چاودنه شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغه برید نظامي محکمې او مستوفیت ته څیرمه شوی او لسګونه ښاریانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې.



د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي، "د هیواد او ولس دوښمنانو غوښتل د ګردېز ښار د تاسیساتو شاتلو ودانۍ باندې چاودنه وکړي، خو موټر هدف ته تر رسېدو مخکې چاودنه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، دې پېښه کې پنځه ملکیان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.
د مومند په خبره، دې چاودنه کې یوازې پنځه سرتېري ټپیان دي.
خواله رسنیو کې هم ددې چاودنې انځورونه خپاره شوي چې د پېښې له ځای لوخړې پورته کېږي.
ځینې کسانو فیسبوک کې لیکلي چې د چاودنې له امله یې د کورونو ښیښې ماتې شوې دي.
که څه هم د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارف ارین وایي، برید لشکر طیبه او حقاني شبکې کړی دی.
 


د مطلب کود: 209973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209973/پکتیا-کې-د-افغان-پوځ-له-تاسیساتو-سره-نږدې-موټر-بم-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com