دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 209973
پکتیا کې د افغان پوځ له "تاسیساتو" سره نږدې موټر بم چاودنه شوې
د افغانستان سوېل ختیځ ته له پکتیا ولایت رپوټونه وايي، چې د پنجشنبې په ورځ په مرکز ګردېز کې د افغان ځواکونو له تاسیساتو سره نږدې موټر بم چاودنه شوې ده. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغه برید نظامي محکمې او مستوفیت ته څیرمه شوی او لسګونه ښاریانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې.

د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي، "د هیواد او ولس دوښمنانو غوښتل د ګردېز ښار د تاسیساتو شاتلو ودانۍ باندې چاودنه وکړي، خو موټر هدف ته تر رسېدو مخکې چاودنه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، دې پېښه کې پنځه ملکیان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.
د مومند په خبره، دې چاودنه کې یوازې پنځه سرتېري ټپیان دي.
خواله رسنیو کې هم ددې چاودنې انځورونه خپاره شوي چې د پېښې له ځای لوخړې پورته کېږي.
ځینې کسانو فیسبوک کې لیکلي چې د چاودنې له امله یې د کورونو ښیښې ماتې شوې دي.
که څه هم د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارف ارین وایي، برید لشکر طیبه او حقاني شبکې کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcfe1d0mw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته