کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني د کابل د برچي د سل بستریز روغتون د ژر بیا رغولو امر کړی

د صدای افغان خبری آژانس , 25 ثور 1399 ساعت 10:42

محمد اشرف غني تیره شپه مې۱۳ ( غوايي۲۴) د کابل ښار په لودیځ کې د هغې سل بستریز روغتون څخه لیدنه کړې، چې دوه ورځې دمخه یې په یو تروریستي برید کې ودانۍ ته ستر زیان رسیدلی دی.


 غني د روغتون څخه د لیدنې پر مهال د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ته د دغه روغتون ژر ترژره بیا رغولو د چارو د پیلیدو امر کړی دی.
ښاغلي غني په لنډه وینا کې وویل، چې دا روغتون باید په څو ورځو کې بیرته ورغول شي او د عامې روغتیا وزارت مکلف دی، چې روغتون ته طبي وسایل برابر کړي
ښاغلي غني وویل " نن ورځ دا روغتون د مقاومت سمبول دی، د ارادې سمبول دي، زمونږ د نیت سمبول او زمونږ د ژمنې سمبول دی. کرونا وي او که نه وي کله، چې زمونږ خلک د ګواښ سره مخ کیږي زه هغوی سره په لومړۍ لیکه کې ولاړ یم".
د سه شنبې په ورځ د مې ۱۲(غوایي۲۳) دریو وسله والو، چې د افغان امنیتي ځواکونو ینفورم یې پر تن وو، پر دغه روغتون باندې برید وکړ، چې له امله یې د امیدوارو میندو او نوو زیږیدلو ماشومانو په ګډون ۲۶ تنه ووژل شو او ۱۶ نور ټپیان شو.
 غني وویل، چې که تروریستان غواړي د افغانستان د وګړو یو ځانګړې برخه تر برید لاندې راولي او غواړي، چې د خلکو ترمنځ د نفاق او تفرقې سبب شي دا کار ناممکن دی.
ښاغلي غني وویل " دا خام خیال به قبر ته له ځان سره بوځي...د افغانستان ملت یو واحد ملت دی".
د کابل ښار د برچې ولادي او نسایي ۱۰۰ بستریز روغتون سره د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان " ایم ایس ایف"له خوا مرسته کیدله.
پر دغه روغتون باندې د برید وروسته دغه نړیوال سازمان ویلي، چې په روغتون کې د ولادي او نسايي څانګې فعالیت ځنډیدلی دی، خو څانګه تړل شوی نه ده او ډیر کم ناروغان دغې څانګې ته لاس رسی لري.
طالبانو پر دغه روغتون باندې په برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
 محمد اشرف غني پر دغه روغتون او ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالۍ کې په یوه جنازه د بریدونو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته د تللو امر وکړ.
پر روغتون باندې برید په نړیواله کچه غندل شوی دی.


د مطلب کود: 209976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209976/غني-د-کابل-برچي-سل-بستریز-روغتون-ژر-بیا-رغولو-امر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com