دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 209978
ارګ: طالبان د اعلامیې په خپرولو له خپلو "جنایتونو" انکار نشي کولی

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي سې شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، طالبان نشي کولی چې د یوې اعلامیې په خبرولو سره د هغه تاوتریخوالي او "جنایتونو" مسولیت رد کړي چې له تېرو څو ورځو راهیس په افغانستان کې ترسره شوي دي.
ښاغلي صدیقي په کابل او ننګرهار کې له خونړیو بریدونو وروسته دا څرګندونې کړې دي. نوموړی وایي، افغان ولس هغه کورني او بهرني جنایتکاران ښه پېژني چې د طالب او داعش په جامه کې افغانان وژني.
ښاغلي صدیقي تور ولګاوه چې طالبانو په تېرو شلو کالو کې، او له هغه وړاندې هم له ګڼو ترهګرو ډلو سره نږې اړیکې درلودې او افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته یې زمینه برابره کړې.
د افغان ولسمشر ویاند زیاته کړه، د امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړې پر وخت ډاډ ورکړل شوی و چې سوله به هر اړخیزه وي، خو طالبانو پر جنګ ټینګار کړی او له هغې هوکړې راهیسې یې د افغان ولس او امنیتي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه ډېر کړي دي.
بل لور ته د افغانستان ملي امنیت ریاست هم نن په یوه لنډه خبرپانه کې ویلي چې طالبانو په تېرو دوه نیمو میاشتو کې، یعنی له امریکا سره له هوکړې وروسته ۳۷۱۲ بریدونه کړي چې پکې ۴۶۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۹۴۸ نور ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdca0onua49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته