دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 209979
افغانستان کې د کروناویروس ضد مبارزې لپاره د ۶۸۰ میلیون ډالرو بودجه
په افغانستان کې د کروناویروس د مخنیوي په مبارزه د حکومت د بودجې ۳۸۰ میلیون ډالر او د بهرنیو مرستو نژدې ۳۰۰ میلیون ډالره لګیږي.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي امریکا غږ ته وویل چې د ملي بودجې نه د ۲۹ میلیارد افغانیو (۳۸۰ میلیون ډالرو) د تخصیص تر څنګ نړیوال بانک له افغانستان سره د کروناویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د څه دپاسه ۱۰۰ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده چې اوس یې ۲۰ میلیون ډالر د افغانستان حکومت ته ورکړل شوي دي.
د ښاغلي مسجدي په وینا ددې سربیره د کروناویروس د مبارزې لپاره د آسیایي پرمختیایي بانک ۴۰ میلیونه، اروپایي ټولنې ۱۲۷ میلیونه او د امریکا متحده ایالاتو د ۳۵ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده.
د مالیې وزارت ویاند وویل چې د امریکا د ۳۵ میلیون ډالرو د مرستې پرته چې د لګښت په اړه یې امریکا پریکړه کوي، نورې مرستې د افغانستان د دولت له لارې او ددې هیواد د دولت اولیتونو ته په پام سره لګول کیږي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان حکومت د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ۲۲۰ میلیون ډالر د پیسو د نړیوال صندوق څخه پور کړي، خو د ښاغلي مسجدي په وینا د افغانستان ملي شورا پریکړه وکړه چې دغه پور رد کړي.
هغه وویل چې همدا اوس د افغانستان حکومت د ملي شورا سره د حل یوې لارې په موندلو ګډ کار کوي.
د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان د برخې مسول عظیم صادقوف، امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته د ۲۲۰ میلیون ډالرو پور منظور شوی او د هغه په وینا د لګښت په اړه به یې هم جدي څارنه وشي.
د کروناویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې لګښت که د حکومت له لورې وي او که غیر دولتي بنسټونو له لورې، د زیاتو پوښتنو سره مخامخ دی.
د افغانستان د شفافیت د څار ټولنې څیړونکی ناصر تیموري امریکا غږ ته وویل چې د شفافیت لپاره باید د نړیوالې ټولنې قراردادونه او د مصرفولو اسناد د دولت له لورې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې خپاره شي.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان د دولت دننه جوړښتونه د داخلي پلټنو، د تفتیش د عالي ادارې، پارلمان او ولایتي شوراګانو په ګډون ټول کمزوري دي او په ځینو مواردو کې د څار دغه جوړښتونه چې باید د فساد مخه ونیسي، په فساد ککړ دي".
له دې دمخه په افغانستان کې د کروناویروس پر وړاندې د مبارزې د بودجې په لګولو کې د فساد په اړه رپوټونه خپاره شوي وو چې په نتیجه کې یې د عامه روغتیا وزارت اعلان وکړ هر هغه څوک چې پدې برخه کې فساد وکړي عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي.
https://avapress.com/vdcbz9b59rhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته