دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 209982
ټرمپ: مونږ په افغانستان کې جګړه نه کوو، اوس مو هم ډیر پوځیان را ویستلي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې مونږ په افغانستان کې جګړه نه کوو، اوس مو هم ډیر پوځیان له دغه هېواده را ویستلي دي.
ټرمپ دا څرګندونې د هغې اوږدې مرکې په یوه برخه کې کړي، چې د میرج نیوز اسټرالیايي ویب سایټ لخوا نشر شوې ده.
د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د کابل وروستي بریدونه او چاودنې به د سولې پروسه ناکامۍ سره مخ نه کړي؟ ټرمپ ویلي، مونږ افغانستان کې ډیر وخت تیر وکړ، جګړې مو وکړې، لیکن مونږ تردې زیات هلته نه پاتې کیږو او نه هم جګړه کوو، همدا اوس مونږ له افغانستان ډیر پوځیان را ویستلي دي.
نوموړی زیاتوي، له شک پرته چې امریکا په نړۍ کې لوی پوځي ځواک دی؛ خو مونږ نه شو کولای چې هلته د پولیسو دنده ترسره کړو، دومره خو باید د هغه ځای حکومت هم د خپل ځان د ساتلو لپاره وکړي.
ټرمپ ویلي، اوس ددې وخت رارسیدلی چې زمونږ پوځیان خپل هېواد ته راستانه شي او د پولیسو دنده باید افغان حکومت ته پرېښودل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې مهال په افغانستان کې د جګړې نه کولو او له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ایستلو ټینګار کوي، چې وړمه شپه ولسمشر غني د کابل، ننګرهار او لغمان وروستیو بریدونو په غبرګون کې د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو بیا پیلولو اعلان وکړ؛ خو په ورته مهال یې بیا طالبانو څخه د اوربند غوښتنه هم کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcfc1d00w6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته