کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: په نظامي عملیاتو کې د امریکا او طالبانو له توافقنامې سره سم عمل کوو

25 ثور 1399 ساعت 11:07

وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د ننګرهار او کابل د وروستیو بریدونو په پلمه په طالبانو باندې د تعرضي بریدونو د ترسره کولو امر ورکړ، د امریکا دفاع وزارت يي په غبرګون کې ویلي، چې امریکایي د نظامي عملیاتو په برخه کې د طالبانو او امریکا له توافقنامې سره سم وړاندې ځي.
غني تېره ورځ د کابل پر سل بستریز روغتون او په ننګرهار ولایت کې د جنازې پر مراسمو د شویو هغو بریدونو په غبرګون کې، پر طالبانو د تعرضي بریدونو امر ورکړ، چې طالبانو خپله ښکېلتیا پکې رد کړې او په کلکو ټکو یې غندلي.




د غني ددې څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» ویلي، له سیاسي لارې وړاندې تګ که څه هم لوړې ژورې لري، خود جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی.
د پنټاګون د ویاند له قوله «د طالبانو او امریکا تر منځ له شوې توافقنامې سره سم که چېرې طالبان په افغان امنیتي ځواکونو برید وکړي، امریکايي ځواکونه به یې دفاع وکړي.»
یاده دې وي، چې د اشرف غني له لوري د تعرضي عملیاتو امر داسې مهال ورکول کېږي، چې طالبان وایي، دوی تر تر خپله وسه جګړه کمه کړې وه او یوازې د نویو نظامي تاسیساتو د جوړولو په وړاندې یې غبرګون ښودلی وو، خو که له دې وروسته جګړه سختېږي؛ د پایلو مسئولیت به يې د «کابل ادارې» په غاړه وي.
بل لورته شنونکي شک ښيي، چې د غني له لوري د تعرضي عملیاتو امر ښایي د سولې پروسې د سبوتاژ کولو په موخه ورکړل شوی وي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» هم په ورته نظر دی، د نوموړي له قوله، د غني له لوري د بریدونو پیلول ښيي، چې کابل د سولې په پروسه کې دلچسپي نلري.
 


د مطلب کود: 209988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209988/پنټاګون-په-نظامي-عملیاتو-کې-د-امریکا-او-طالبانو-له-توافقنامې-سره-سم-عمل-کوو

آوا
  https://www.avapress.com