کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

« منظور پښتین په کرونا اخته شوی»

25 ثور 1399 ساعت 15:03

په پاکستان کې د پښتنو د حقوقو تر نامه لاندې د مبارزه کوونکي خوځښت «پښتون ژغورنې غورځنګ» مشر «منظور پښتین » په کرونا اخته شوی. د منظور پښتین د کرونا ازموینه مثبت راوتلې، مګر دمګړی یې روغتیايي وضعیت ښه دی.
د سرچینو په حواله، پښتین د کرونا نښې نلري، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ یې د کرونا ازموینه مثبت راغلې، او د اوس لپاره یې ځان قرنطین کړی.



تر پښتین وړاندې د «پي ټي ایم» یو بل مشر «علي وزیر»، چې د پاکستان د پارلمان غړی هم دی، په کرونا اخته شوی و.
یاده دې وي، چې په پاکستان کې د کرونا ناروغي ددې هیواد تر پارلمان پورې رسېدلې، څه موده وړاندې د پاکستان د پارلمان مشر «اسد قیصر» هم په دې ناروغۍ اخته شوی و او د ګڼو نورو وکیلانو په اړه هم ویل کېږي، چې کرونا شوي، خو کره شمېر یې څرګند ندی.
 


د مطلب کود: 209992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209992/منظور-پښتین-په-کرونا-اخته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com