په پاکستان کې د پښتنو د حقوقو تر نامه لاندې د مبارزه کوونکي خوځښت «پښتون ژغورنې غورځنګ» مشر «منظور پښتین » په کرونا اخته شوی. د منظور پښتین د کرونا ازموینه مثبت راوتلې، مګر دمګړی یې روغتیايي وضعیت ښه دی.
د سرچینو په حواله، پښتین د کرونا نښې نلري، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ یې د کرونا ازموینه مثبت راغلې، او د اوس لپاره یې ځان قرنطین کړی.