دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۲۳:۴۷
د مطلب کود : 209994
چین په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت په جوړېدلو ټینګار کړی

په داسې حال کې، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ توافق ته د نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي، چین وایي، ټول لوري دې د ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په همدې تړاو ویلي، چې ګاونډیان یو بل ته ثبات او امنیت غواړي او چین د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه له افغانستان سره اوږد مهالې او ستراتيژیکې ملګرتیا ته هیلمن دي.
نوموړي زیاته کړې، چې هیواد یې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي کړکېچ د هواري په برخه کې له پرمختګ هرکلی کوي او هیله یې داده، چې ټول ښکېل لوري د خپل ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
 
https://avapress.com/vdci33ar5t1au32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته