کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: د کابل او ننګرهار بریدونو عاملین دې عدالت ته کش شي

د صدای افغان خبری آژانس , 25 ثور 1399 ساعت 12:59

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې په کابل او ننګرهار کې د وروستيو خونړیو بریدونو مرتکبین، تنظیموونکي او تمویلوونکي دې د عدالت میز ته راکش شي.


د دغې شورا غړو هېوادونو په یوې اعلامیې کې په کابل کې د بې‌پولې ډاکټرانو پر سل بستریز روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه "فجیع او بزدلانه" عمل بللی او په کلکه یې غندلي دي.
په دغو بریدونو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو او میندو په ګډون لږ تر لږه ۴۴ تنه ووژل شول او شاوخوا ۹۰ تنه نور ټپيان شول.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ټولو هیوادونو څخه غوښتي چې د نړیوال قانون او د امنیت شورا اړوند پریکړو او مکلفیتونو سره سم د دغو بریدونو د عاملینو په نیولو کې د افغانستان حکومت او نورو اړوندو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي.
دغې شورا ویلي پرته له دې چې د هر ډول تروریستي اقدام انګیزې، عامل، ځای او وخت ته وکتل شي دا ډول اعمال "جنایت بلل کېږي او د بخښنې وړ نه دي".
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د کابل او ننګرهار بریدونو د قربانیانو له کورنیو او د افغانستان له دولت سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټپيانو ته یې د بیړنۍ او بشپړې روغتیا هیله کړې ده.
د امنیت شورا غړو تروریزم د نړيوالې سولې او امنيت لپاره تر ټولو جدي ګواښ بللی او ویلي یې دي چې په قصدي ډول د ماشومانو، میندو او روغتیایي کارکوونکو په نښه کول د ځانګړې کرکې ښکارندويي کوي او باید وغندل شي.
دوی دغه راز ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو منل شویو قوانینو په اساس اړتیا ده تر څو هېوادونه له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې د تروریزم په وړاندې چې د نړۍ سوله او امنیت ګواښي ودرېږي.


د مطلب کود: 210001

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210001/ملګري-ملتونه-د-کابل-او-ننګرهار-بریدونو-عاملین-دې-عدالت-ته-کش-شي

آوا
  https://www.avapress.com