دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 210003
هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو زیاتوالی؛ ۴۱۳ تازه پېښې
‏د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید مجروح وایي تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۴۱۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
وموړي چې نن پنج شنبې(د غويي په ۲۵مهه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال خبرې کولې، زیاته کړه چې له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۳۹ ته ورسېدې.
ښاغلي مجروح همداراز وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۴ تنه مړه شوي، خو ترڅنګ یې ۴۳ تنه نور روغ شوي هم دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تازه پېښې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوې دي چې تر ټولو لوړ شمېر ه کابل کې دی.
له دې سره کابل کې د کرونا ویروس ۱۸۸ ثبت شوې دي.
په همدې حال کې د هېواد روغتیايي مسوولین خبرداری ورکوي، که چېرې خلک رواغتیايي لارښوونې په پام کې ونه نیسي او په کورنو ک پاتې نشي، نو د کرونا ویروس پېښې به لا هم ډېرې شي.
همداراز د روغتیا نړیوال بنسټ هم خبرداری ورکړی چې ښایې د کرونا ویروس د اچ ای وي په څېر په بشپړه توګه له نړۍ نه ورک نشي.
دغه بنسټ ویلي چې باید د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ګډې هڅې وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbggb5frhb8gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته