د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ یو ځل بیا چین له کورونا وېروس سره د چلن له امله وغانده او ګواښ یې وکړ چې له دغه هېوادسره اړیکي ختموي.
ښاغلي ټرمپ یوه مرکه کې وویل: "ډېر کارونه کولی شم، ټول اړیکي ور سره پرې کولی شم".
خو چې ټرامپ وپوښتل شو که دا کار وکړي، نو څه به وشي، ځواب یې و: "پنځه سوه میلیارد ډالر به بچت کړو".
ښکاري چې له چین سره په دوه اړخیز تجارت کې د امریکا ډېر کسر ته یې اشاره وه.
امریکا له دې مخکې هم چین د کورونا وېروس د خپرېدو عامل بللی او غوښتنه یې کړې وه چې له دغه هېواد د کورونا وېروس له امله د شوي تاوان غوښتل په پام کې ونیول شي.
چین بیا بیا دا تورونه ردوي.