کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: د کابل او ننګرهار بریدونه داعش کړي

26 ثور 1399 ساعت 9:37

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکايي حکومت ارزونې ښيي چې کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازه وروستي بریدونه اسلامي دولت یا داعش ډلې کړي دي.
زلمي خلیلزاد خپل ټوېټر کې لیکلي، داعش د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون مخالفت کوي او د عراق په څېر افغانستان کې هم مذهبي جګړې ته لمن وهي.




د خلیلزاد په خبره، افغانان باید د داعش د ګواښ ماتولو ته سره یو موټی شي او د سولې لپاره تاریخي هڅې روانې وساتي.
دې بریدونو کې وسلوالو طالبانو لاس لرل رد کړي، خو داعش د ننګرهار برید مسوولیت منلی دی، مګر افغان حکومت د دې بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچوي.
کابل کې د یوه سل بستریز روغتون پر زېږنتون په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان شول او ننګرهار کې د جنازې مراسمو باندې ځانمرګي برید سره ۳۲ کسان مړه او ۱۳۳ ژوبل شول.
ولسمشر غني دې بریدونو ته غبرګن کې افغان ځواکونو ته د دفاعي په ځای د یرغلیز حالت امر وکړ، خو د پنجشنبې په ورځ ګردېز کې له موټر بم چاودنې وروسته طالبانو وویل، چې دا برید یې د اشرف غني وروستي دریځ ته ځواب و.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، ګردېز کې د افغان ځواکونو له تاسیساتو سره نږدې دغه برید کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه سرتېري او ۱۵ ملکیان ټپي شوي دي.
 


د مطلب کود: 210041

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210041/خلیلزاد-د-کابل-او-ننګرهار-بریدونه-داعش-کړي

آوا
  https://www.avapress.com