کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: په ټوله نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ زره اوښتی دی

26 ثور 1399 ساعت 9:38



د جانز هاپکنز پوهنتون تازه شمېرې ښيي چې تر اوسه په نړۍ کې د کورونا وېروس ټولټال تایید شویو ناروغانو شمېر ۸۸۶,۴۰۵,۴ کسانو ته رسېدلی دی. د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ زره تنو اوښتی او د دغې ادارې په وینا تر اوسه ۳۱۸,۵۷۶,۱ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي دي.
په دې توګه د رغېدلو کسانو شمېر ۷. ۳۵ سلنه کسانو ته رسېږي. دغه اداره وايي، په امریکا کې د کوویډ - ۱۹ وېروس ناروغانو شمېر ۱,۴۰۰,۵۰۰ تنو ته رسېدلی، چې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېر دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې چارواکي وايي، د۱۷۱ نویو ناروغانو له ثبت کېدو سره په صوبه کې د ټولټال تایید شویو نارغانو شمېر ۵۴۲۳ تنو ته رسېدلی او د نهو ناروغانو له مړینې وروسته د کوویډ - ۱۹ له کبله د ټولټال مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۴ کسانو ته رسېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا صوبايي روغتیا اداره وايي، تر اوسه ۱۵۰۵ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي دي.
 


د مطلب کود: 210042

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210042/کورونا-وېروس-په-ټوله-نړۍ-کې-د-مړو-شویو-کسانو-شمېر-له-۳۰۰-زره-اوښتی-دی

آوا
  https://www.avapress.com