د جانز هاپکنز پوهنتون تازه شمېرې ښيي چې تر اوسه په نړۍ کې د کورونا وېروس ټولټال تایید شویو ناروغانو شمېر ۸۸۶,۴۰۵,۴ کسانو ته رسېدلی دی. د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ زره تنو اوښتی او د دغې ادارې په وینا تر اوسه ۳۱۸,۵۷۶,۱ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي دي.
په دې توګه د رغېدلو کسانو شمېر ۷. ۳۵ سلنه کسانو ته رسېږي. دغه اداره وايي، په امریکا کې د کوویډ - ۱۹ وېروس ناروغانو شمېر ۱,۴۰۰,۵۰۰ تنو ته رسېدلی، چې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېر دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې چارواکي وايي، د۱۷۱ نویو ناروغانو له ثبت کېدو سره په صوبه کې د ټولټال تایید شویو نارغانو شمېر ۵۴۲۳ تنو ته رسېدلی او د نهو ناروغانو له مړینې وروسته د کوویډ - ۱۹ له کبله د ټولټال مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۴ کسانو ته رسېدلی دی.
د خیبر پښتونخوا صوبايي روغتیا اداره وايي، تر اوسه ۱۵۰۵ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي دي.