دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 210045
اشرف غنی د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د تازه ګمارنو په لړ کې د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له اعلامیو سره سم اشرف غني د لوګر ولایت پخوانی مرستیال والي تورن جنرال محمد نبی احمدزی د زابل، د دایکندي پخوانی والي سید انور رحمتي د بامیانو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین محمد اجمل شاپور د لوګر، جنرال نور محمد کوهنور د غور او د محمد ضیا همدرد دایکندي د والیانو په حیث ټاکلي.
دغه ګمارنې داسې مهال په رسمي ډول اعلانېږي، چې د سیاسي هوکړې لاسلیک ته د غني او عبدالله د نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي.
که څه هم ددې هوکړې جزئیات په رسمي ډول خپاره شوي ندي، خو ویل کېږي، عبدالله عبدالله د یو شمېر ولایتونو لپاره د والیانو د ګمارنو واک له غني اخستی.
 
https://avapress.com/vdchkvnim23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته