دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 210046
د شنبې په ورځ به د تورخم لاره په یو اړخیزه توګه خلاصه وي
پاکستان کې د افغان سفارت چارواکي وايي، د روان میلادي کال مئ میاشتې په شپاړسمه نیټه(د غوايي ۲۷مه) د شنبې په ورځ به د تورخم لاره په یو اړخیزه توګه په پاکستان کې بندو افغانانو پرمخ خلاصه وي، ترڅو وکولای شي خپل هېواد ته را ستانه شي. په هغه لنډ پیغام کې چې د افغانستان د لوی سفارت په فیسبوک پاڼه خپور شوی راغلي، چې لاره به فقط د یوې ورځې لپاره خلاصه وي، ځکه یې په پاکستان کې ایسارو هېوادوالو څخه په ټینګه غوښتي ترڅو له موقع نه په ګټه اخیستو هېواد ته د راستنېدو کوشش وکړي. د سفارت پیغام په لاندې توګه دی: «د تورخم دروازه به د مې میاشتې په 16مه (شنبه) د یوې ورځې لپاره په پاکستان کې د افغان مسافرو پرمخ پرانستې وي ترڅو هېواد ته ستانه شي. دا چې د لارې بیاځلي پرانیستل به ستونزمن وي نو له هېوادوالو جدي غوښتنه کوو چې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو هېواد ته ولاړ شي.»
پاکستاني چارواکو له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه کابو دوه میاشتې وړاندې له افغانستان سره خپلې ټولې پولې وتړلې؛ خو د انساني خواخوږۍ او پاکستان کې د بند پاتې افغان ناروغانو او پایوازانو لپاره یې د تیرې اپریل میاشتې له ۶ څخه تر ۹ مې نیټې پورې د سپین بولدک او تورخم لارې پرانیستلې چې زرګونه افغانان بیرته هېواد ته راستانه شول.
ددې ترڅنګ یې په اونۍ کې درې ورځې (دوشنبه، چهارشنبه او جمعه) افغان لاریو او کانتینرونو ته اجازه ورکوله چې د تورخم او سپین بولدک لارو څخه افغانستان ته سوداګریز مالونه انتقال کړي، د کومې له امله چې په سرحدي ولایاتو کې د خوراکي او اړتیا وړ توکو بیو کې هم یوه اندازه کموالی تر سترګو کیږي.
https://avapress.com/vdci5uarqt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته