دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 210047
د شانګهای سازمان غړي د افغانستان په اړه غږېدلي
د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله تازه ناسته کې د افغانستان او سیمې د ثبات په اړه بحث کړی. دغه ناسته چې د پاکستان، هند، روسیې، چین او څلورو نورو اسیایي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې برخه درلوده، په مهال یې د افغانستان د سیمې او ثبات په برخه کې د اجماع د جوړولو په اړتیا ټینګار شوی او افغان سوله د سیمې د ثبات او امنیت لپاره اړینه بلل شوې. د هند د بهرنیو چارو وزیر دې ناستې ته ویلي، چې تروریزم د سیمې او د شانګهای د غړو هیوادونو د امنیت او ثبات لپاره ژور ګواښ دی، چې باید ریښې يې وچې کړل شي او د له منځه وړلو لپاره یې ګډه همکاري وشي. د نوموړي په خبره، په داسې حال کې چې نړۍ له کرونا سره په مبارزه بوخته ده، لا هم ځیني هیوادونه د تروریزم په څېر مرګونو ویروسونو ته وده ورکوي او د هیوادونو او ټولنو د وېشلو هڅه کوي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» بیا د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بللی او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید د افغانستان د جوړجاړي په پروسه کې ددې هیواد له نږدې ګاونډیانو سره مشوره وکړي.
لاوروف زیاته کړې «امریکا له طالبانو سره یوازې د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې، موږ يې مخالف نه یو، خو ددې لپاره چې د ګاونډیانو ګټې تضمین شي، اړینه ده نږدې ګاونډیانو ته په دې برخه کې فعال رول ورکړل شي.»
د نوموړي په قول، په افغانستان کې امنیتي وضعیت د خرابۍ لور ته روان دی، او د مصالحې په پروسه کې د ګاونډیانو له فعال حضور پرته د افغانستان دننه سیاسي جوړښت شونی ندی.
د شانګهای سازمان غړي هیوادونه داسې مهال د افغان سولې په پروسه کې د فعال حضور په درلودلو ټینګار کوي، چې طالبان وایي، له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي او تیار دي د هغوی اندېښنو ته جواب ووايي.
 
https://avapress.com/vdcjxye8auqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته