په پل علم کې بېګا دوه تنه چې د پولیسو په وینا، د انتحاري حملې لپاره ورغلي وو، مخکې له دې چې حمله وکړي، پولیسو ووژل.
لوګر کې ۲ انتحاري حمله کوونکي هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شول
27 ثور 1399 ساعت 11:14
په پل علم کې بېګا دوه تنه چې د پولیسو په وینا، د انتحاري حملې لپاره ورغلي وو، مخکې له دې چې حمله وکړي، پولیسو ووژل.
د لوګر د پولیسو ویاند شاهپور احمدزي پرون د مې په ۱۵مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دواړه مشکوک کسان په موټرسایکلو د پل علم ښار ته ورغلي وو او د ښار د لومړۍ حوزې پولیسو ووژل.
شاهپور احمدزی وايي: "دواړه انتحاریان د شپې د نهو بجو په شااوخوا کې د پلم علم ښار ته داخل شوي وو، د ازادۍ بیرغ چوک په سیمه کې یې پلان درلود چې پر بېګناه خلکو حمله وکړي، خو د لومړۍ حوزې پولیسو هغوی وپېژندل او لهمنځه یې یوړل."
احمدزي وویل چې په دې پېښه کې ملکي خلکو ته تاوان نهدی رسېدلی.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
د مطلب کود: 210081