دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 210081
لوګر کې ۲ انتحاري حمله کوونکي هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شول
په پل علم کې بېګا دوه تنه چې د پولیسو په وینا، د انتحاري حملې لپاره ورغلي وو، مخکې له دې چې حمله وکړي، پولیسو ووژل.
د لوګر د پولیسو ویاند شاه‌پور احمدزي پرون د مې په ۱۵مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دواړه مشکوک کسان په موټرسایکلو د پل علم ښار ته ورغلي وو او د ښار د لومړۍ حوزې پولیسو ووژل.
شاه‌پور احمدزی وايي: "دواړه انتحاریان د شپې د نهو بجو په شااوخوا کې د پلم علم ښار ته داخل شوي وو، د ازادۍ بیرغ چوک په سیمه کې یې پلان درلود چې پر بې‌ګناه خلکو حمله وکړي، خو د لومړۍ حوزې پولیسو هغوی وپېژندل او له‌منځه یې یوړل."
احمدزي وویل چې په دې پېښه کې ملکي خلکو ته تاوان نه‌دی رسېدلی.
وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
https://avapress.com/vdch6vniz23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته