کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ماین چاودنې د دوه ماشومانو ژوند واخیست

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 ثور 1399 ساعت 11:39

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې یاد ولایت کې د ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.


د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه  زاده امریکا غږ ته ویلي چې پرون ( جمعه غويي ۲۶ ) د یاد ولایت آب بند ولسوالۍ په سرفرا سیمه کې پر ماشومانو د لوبو پرمهال د ماین چاودنه شو چې دوه ماشومان پکې وژل شوي دي.
د والي ویاند ویلي، ښايي ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی وي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې سره نن سهار وختي د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند تایمني سیمه کې د دوو خښ شویو ماینونو د چاودنو له امله دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د افغانستان په اتلس کلنه جګړه کې ډېر شمېر بېګناه  وګړي د بېلا  بېلو جنګي ډلو له لوري د ماینونو ښکار شوي دي، افغانستان کې د مخامخ جګړې تر څنګ د ماین چاودنو ډېر شمېر افغانان وژل یا یې ټپیان کړي دي.


د مطلب کود: 210095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210095/د-ماین-چاودنې-دوه-ماشومانو-ژوند-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com