د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده امریکا غږ ته ویلي چې پرون ( جمعه غويي ۲۶ ) د یاد ولایت آب بند ولسوالۍ په سرفرا سیمه کې پر ماشومانو د لوبو پرمهال د ماین چاودنه شو چې دوه ماشومان پکې وژل شوي دي.
د والي ویاند ویلي، ښايي ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی وي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې سره نن سهار وختي د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند تایمني سیمه کې د دوو خښ شویو ماینونو د چاودنو له امله دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د افغانستان په اتلس کلنه جګړه کې ډېر شمېر بېګناه وګړي د بېلا بېلو جنګي ډلو له لوري د ماینونو ښکار شوي دي، افغانستان کې د مخامخ جګړې تر څنګ د ماین چاودنو ډېر شمېر افغانان وژل یا یې ټپیان کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)