دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 210100
په کرونا ویروس اخته ۱۵ نور افغانان هم مړه شوي
عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ویروس د یو شمېر نویو نور مثبتو پېښو خبر ورکوي او وايي ورځ تر بلې هېواد کې د یاد ویروس ګواښ په ډېرېدو دی.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن ( شنبه غويي ۲۷ ) د خبري ناستې پر مهال وویل چې تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۴۹ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
ښاغلي مجروح وویل چې تېرو څلریشت ساعتونو په کرونا ویروس اخته ۱۵ هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو ښه اړخ یې بیا دا دی چې ۳۳ کسان ښه شوي هم دي.
نوموړي د خبرو پر مهال وویل چې دې تازه پېښو سره په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶،۴۰۲ ته رسېدلی چې له همدې شمېر څخه ۷۷۸ کسان بېرته رغېدلي او ۱۶۸ کسان مړه شوي هم دي.
وحید مجروح وویل چې هېواد کې د خلکو د ګنه ګونې له وجې ورځ تر بلې د کرونا ویروس د خپرېدو ګچه لوړېږي، چې په وینا یې د مخنیوي یوازینۍ لارې پر روغتیايي لارښونو عمل کول دي.
هغه له کورنو بهر د ماسک کارول حتما او ضروري بولي او وايي چې ټولنیز واټن باید د خلکو لخوا مراعات شي.
عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د کرونا ویروس د لاډېر خپرېدو خبرداری ورکوي چې هېواد کې د اختر په رارسېدو بازارونو کې د خلکو ګڼې ګوڼې خپل عادي حالت پیدا کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyye8yuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته