کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: اروپايي هېوادونو ته د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری

27 ثور 1399 ساعت 13:11



په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د اغېزمن شویو کسانو شمېر له ۴۴ لکه اوښتی او له درې لکه ډېر کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ژمي کې ښايي اروپايي هېوادونه د کورونا وېروس له خطرناکې دویمې څپې سره مخامخ شي.
په دغه ادراه کې د اروپايي برخې مشر ډاکټر ههینس کلوچ هغو هطوادونو ته خبرداری ورکړی، چې قرنطین محدودیتونه نرموي او په وینا یې دا د مېلې وخت نه دی، بلکې د چمتوالي وخت دی.
برتانیا حکومت وايي، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله ۳۸۴ نور کسان مړه شوي دي، چې دې سره په ټول هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۳۹۹۸ تنو ته رسېدلی دی.
 


د مطلب کود: 210109

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210109/کورونا-وېروس-اروپايي-هېوادونو-ته-د-روغتیا-نړیوال-سازمان-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com