خوښ ديک ۰

خلیلزاد: داعش د کابل او ننګرهار بریدونه ترسره کړي او د توافقنامې په وړاندې خنډ دي

 د کابل حکومت مشر «اشرف غني» کابل کې پر سل بستریز روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه په طالبانو پورې وتړل او د هغوی په وړاندې يې د تعرضي عملیاتو امر ورکړ،  د افغانستان د سولې لپاره  امریکا ځانګړي استازي ویلي، د کابل او ننګرهار  بریدونه داعش ترسره کړي او د طالبانو او امریکا په وړاندې خنډ دي.
زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې تازه پر خپل ټویټر لیکلې ، نوموړي ویلي، د امریکا حکومت ته څرګنده شوې، چې په کابل او ننګرهار کې پر ملکي وګړو خونړي بریدونه د داعش له لوري پلان شوي او هغوی د افغانستان د خلګو او نړۍ لپاره یو ستر خطر دی.
خلیلزاد زیاته کړې، چې داعش د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې مخالفت کوي او په افغانستان کې د عراق او سوریې په څېر فرقه یي جګړو ته لمن وهي.
 
شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود: 210113 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *