د کابل حکومت مشر «اشرف غني» کابل کې پر سل بستریز روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه په طالبانو پورې وتړل او د هغوی په وړاندې يې د تعرضي عملیاتو امر ورکړ، د افغانستان د سولې لپاره امریکا ځانګړي استازي ویلي، د کابل او ننګرهار بریدونه داعش ترسره کړي او د طالبانو او امریکا په وړاندې خنډ دي.
زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې تازه پر خپل ټویټر لیکلې ، نوموړي ویلي، د امریکا حکومت ته څرګنده شوې، چې په کابل او ننګرهار کې پر ملکي وګړو خونړي بریدونه د داعش له لوري پلان شوي او هغوی د افغانستان د خلګو او نړۍ لپاره یو ستر خطر دی.
خلیلزاد زیاته کړې، چې داعش د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې مخالفت کوي او په افغانستان کې د عراق او سوریې په څېر فرقه یي جګړو ته لمن وهي.