کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۳۴۹ نوې پېښې؛ ډله ییزې پېښې ډېرې شوې

27 ثور 1399 ساعت 17:20

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن شنبه (مې ۱۶مه) وویل، په تېرو څلورویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۳۴۹ پېښې ثبت کړې، چې په دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۴۰۲ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت د مرستیال وحید مجروح کابل کې خبریالانو ته په معمول ورځني کنفرانس کې وویل، تر اوسه په هېواد کې د کورونا وېروس له امله ۱۶۸ کسان مړه شوي او ۷۷۸ رغېدلي دي.
نوموړي وویل، په وروستیو کې یې په ټولنه کې د کورونا وېروس ډله ییزې پېښې موندلې، هغه که د پوره یوې کورنۍ وي یا دفتر کې د کارمنو.



دی وايي، د روغتیا وزارت د سپارښتنو او ټولنیز واټن نه مراعاتول وګړو ته لویه ستونزه پیدا کوي:
"په کابل او ولایتونو کې بېلګې لرو، یو روغتیايي کارمن د نورو کارمنو د ناروغېدو لامل شوی دی. د یوه کس معاینه مو چې اخیستې، مثبته ثابتې شوې، کله مو چې د هغوی کورنۍ د غړو ازموینه کړې، دوی هم پرې اخته شوي."
وحید مجروح وايي، اوس چې د پخوا پرتله بازار ته ډېر خلک راوځي او ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده، په وېروس د اخته کېدو وېره هم ورسره ډېره شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، عادي حالت ته د ستنېدو درې پړاوونه یې ټاکلي، درې میاشتنی، یو کلن او تر یوه کال ډېر وخت، چې تر یو کال وروسته به د لږو کسانو ییزو غونډو ته په نسبي ډول اجازه ورکړي.
 


د مطلب کود: 210132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210132/کورونا-وېروس-افغانستان-کې-۳۴۹-نوې-پېښې-ډله-ییزې-ډېرې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com