کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې تېره اونۍ تاوتریخوالی کابو ۳۰۰٪ ډېر شوی

27 ثور 1399 ساعت 17:21



د افغانستان د ملي امنیت شورا اداره، وايي تېره اونۍ په افغانستان کې تاوتریخوالی نژدې ۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې یوازې تېره اونۍ ۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې نښتې او جګړې شوي چې پکې د جګړې ښکېلو خواوو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله مرګ ژوبله اوښتې.
په افغانستان کې تېرې څه باندې دوه اونۍ ډېرې خونړۍ وې. په جګړې د ښکلېو خواوو ترڅنګ لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله پکې اوښتې ده. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې تاوتریخوالی د روژې د دویمې اوونۍ په پرتله څه چنده ډېرشوی دی.
 


د مطلب کود: 210133

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210133/افغانستان-کې-تېره-اونۍ-تاوتریخوالی-کابو-۳۰۰-ډېر-شوی

آوا
  https://www.avapress.com