دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 210143
په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالي‌ سربیره له هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده. په افغانستان کې وروستیو نا امنیو ته په کتو له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو وتلو د امریکا د استازو د خونې ځینې غړي اندېښمن کړي دي.
د امریکا د استازو په خونې کې د نظامي کمېټې مشرې لیز چیني اندېښنه ښودلې چې ښايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره دا هېواد بیا د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو په پناه ځای بدل شي او امریکا ته ستونزې جوړې کړي.
مېرمن چینې وویل: " له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هلته جګړه نه ختموي بلکې ترهګرو ته به د کامیابۍ زمینه برابره کړي. "
امریکا او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او په ترڅ کې یې موافقه شوې وه، چې امریکایي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.
د یادې هوکړې له مخې ټاکل شوې چې د جولای میاشت تر نیمایي پورې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي او که تړون بشپړ عملي شي، د بل کال تر پیل پورې به له افغانستان څخه د امریکا او ایتلاف ټول ځواکونه ووځي.
په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر ویلي‌ چې د سولې په تړون کې د طالبانو په ژمنو باوري نه دی.
https://avapress.com/vdcgtz9xwak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته