دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 210144
توماس کمپبل ویلي چې د هوکړې له مخې، که طالبانو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هدف وګرځوي امریکایي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې خپلو دفاعي بریدونو ته دوام ورکړي. د امریکا دفاع وزارت وایي چې د هغه هېواد ځواکونه به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ په هدف د طالبانو پر وړاندې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي. د پنټاګون ویاند دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې کړې چې ایا تاسو به په تهاجمي بریدونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړئ او که نه؟ د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تهاجمي بریدنو سره هممهاله، د امریکا دفاع وزارت وایي چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د دفاع لپاره به خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.
د متحدو ایالیتونو د دفاع وزارت ویاند توماس کمپبل ویلي چې د هوکړې له مخې، که طالبانو د دوی همکاران یعنې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هدف وګرځوي امریکایي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې خپلو دفاعي بریدونو ته دوام ورکړي.
ښاغلي کمپبل دا خبره د افغان غ‌ژ دې پوښتنې په ځواب کې کړې چې ایا دوی به په تهاجمي بریدونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي او که نه؟
هغه دغه شان ویلي، څرنګه چې د امریکا د دفاع وزیر وړاندې ویلي، که څه هم دا یوه طوفاني او لوړه ژوره جاده ده خو سیاسي هوکړه د جګړې د پای لپاره تر ټولو غوره لاره ده.
له دې سره د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د ولسمشر غني د امر سر سم یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې تهاجمي بریدون پیل کړي دي.
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي د شنبې په ورځ  وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېری پوځي عملیاتونه په خپلواک ډول تر سره کوي خو په هوایي برخه کې د نړیوالو همکاري مهمه ده.
https://avapress.com/vdchkvnik23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته