کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۵۰ ایراني استادان او فعالان: ایران دې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند بښنه وغواړي

28 ثور 1399 ساعت 11:06



د ایران ۲۵۰ پوهنتوني استادانو، سیاسي، مدني او د بشر حقونو فعالانو له خپل هېواد غوښتي چې ددغه هېواد په ختیځه پوله د مظلومو افغان مسافرو په حق کې د شوي"ظلم او جنایت" له کبله بښنه وغواړي.
په وروستیو کې رپوټونه خپاره شول، چې د غويي پر ۱۲مه د ایران پوله ساتو ځواکونو ۴۶ افغان مسافر له ربړولو وروسته د سیند اوبو ته په ورګډېدو اړایستلي، خو ایران تر اوسه دا تور په "ټینګ" رد کړی دی.
د افغان دولت له لوري دې قضیې ته د ګومارل شوې څېړنډلې مشر محمد حمد طهماسي په لومړیو ارزونو کې ویلي، د دوی موندنې ښيي چې ۱۰ کسان اوبو کې ډوب شوي او ۱۵ نور تري تم شوي.
په تېرو ورځو کې دوه نور مړي هم موندل شوي دي.
د دغه لیک لاسلیکوونکي استادان او فعالان د ایران د ننه او بهر دواړو کې دي.
 


د مطلب کود: 210153

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210153/۲۵۰-ایراني-استادان-او-فعالان-ایران-دې-له-افغان-کډوالو-سره-د-ناوړه-چلند-بښنه-وغواړي

آوا
  https://www.avapress.com