نوموړي يو ځل بيا په ډاګه کړه چې امريکا غواړي د افغانانو خپلمنځي ناسته څومره ژر چې شونې وي پيل شي، ځکه په وينا يې د افغانانو ترمنځ ناسته افغانستان کې د تل پاتې سولې يوازينې لار ده.
زلمي خليلزاد تاوتريخوالى او د زندانيانو موضوع د دغې ناستې د جوړېدو پر وړاندې خنډونه وبلل.
ښاغلي خليزاد ننګرهار او کابل کې شويو وروستيو بريدونو کې د داعش لاس لرزلو ته اشاره کوله او ويې ويل د داعش په څېر داسې ځواکونه دي چې افغانستان کې سوله نه غواړي او د تاوتريخوالي په ډېرولو د سولې بهير د مخنيوي هلې ځلې کوي.
نوموړي وويل دوى له طالبانو او افغان حکومت دواړو په ټينګه غواړي چې دغه لومه کې کېنوځي او ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې سره همکاري وکړي.
افغان حکومت د کابل او ننګرهار بريدونو پړه هم پر طالبانو اچوي. نوموړي وويل که افغان حکومت په دې تړاو ثبوت لري نو دى چمتو دى چې ويې ګوري.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د استخباراتو ادارې ويلې چې د حقاني شبکې او داعش ترمنځ اړيکې شته او په ځانګړې توګه په کابل کې د سيکانو پر ګورودوارې شوي وروستي بريد کې يې دغه راز اړيکې ته اشاره کړې، زلمي خليلزاد وويل:
"زموږ په باور طالبان او داعش د يوۀ بل مرګوني غليمان دي او د داعش پر وړاندې جګړه کې طالبانو مهم رول لوبولى."