دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 210155
هرات: اړمنو ته د وچې ډوډۍ په وېش کې ميليونونه افغانۍ فساد شوی
د هرات ولايتي شورا ادعا کوي، په هرات کې بې وزلو ته د ډوډۍ په وېش کې هره اونۍ پينځه ميليونه افغانۍ فساد او حيف او مېل شوی. د هرات د ډوډۍ پخوونکو انجمن ځينې غړي هم وايي: نانوايانو ته د اوړو په وېش کې فساد کېږي، په خبره يې دوی ته د قزاقيو په ځای د افغانستان اوړه ورکول کېږي. د اصنافو خونې او د هرات د کسبګرو رياست، د اویو توزيع کوونکی شرکت او د نانوايانو اتحاديه چې د ډوډۍ پخوونکو له انجمن سره موازي فعاليت کوي، بيا دغه ادعاوې تې بنياده بولي. د هرات ښاروالۍ هم حاضره نه ده چې په اړه څه ووايي. تر دې وړاندې د هرات والي هم د ډوډۍ او اوړو په وېش کې د ځينو ستونزو يادوونه کړې وه خو ورسره يې دا هم غبرګه کړې چې د دغو مشکلاتو د حل په لټه کې دی.

د کرونا بوديجې د نظارت کوونکې کميټې ځينو غړيو چې د اوړو او ډوډيو د وېش څارنه هم کوي، په دغه پروسه کې د کمي او خورد برد خبر ورکوي.
غلام حبيب هاشمي، د ولايتي شونا او د کرونا بوديجې د مصرف کمېټې غړی وايي: په هغو اونيزو 40 ميليونه افغانيو کې چې د اویو د پېر لپاره دي، هره اونۍ پينځه ميليونه حيف و ميل او فساد شوی.
که څه هم ياد قردادي شرکت دغه ادعاوې ردوي خو په دغه پروسه کې د ستونزو او فساد په هکله د هرات والي هم په جريان کې اچول شوی او له بلې خوا د هرات د نانوايانو د انجمن مسوول، عبدالظاهر رحيمي وايي: د دغه فساد او وهنو راپور به څارنوالۍ او مرکزي حکومت ته ورکړي.
ياده دې وي چې د ډاکټر غني په لارښوونه په هرات کې له ۶۱ زره زياتو اړمنو کورنيو ته د ورځې ۱۰ وچې ډوډۍ ورکول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjiye8iuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته