کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکومت په زندانونو کې د کرونا پنځوس تازه پېښې ثبت شوې

28 ثور 1399 ساعت 15:37

په هیواد کې د کرونا له خپرېدو سره هم مهاله د حکومت تر واک لاندې زندانونو ته هم دې وژونکې ناروغۍ سرایت کړی او ګڼ شمېر زندانیان او د محبس کارکوونکي ورباندې اخته شوي.
په زندانونو کې تازه د شپږ سوه شکمنو کسانو د وینې نمونې کتل شوې، چې له منځه یې پنځوس د زندانونو کارکوونکي او بندیان په کرونا ککړ ثبت شوي.


راپور کې که څه هم نه دي ویل شوي، چې په کرونا اخته زندانیان جنایي او که سیاسي دوسیې لري، خو یاده شوې، چې د یادو زندانیانو له منځه زیاته برخه یې د څرخي پله زندان اړوند دي او د یاد زندان دننه جوړه شوې «تجرید خونه» کې ساتل کېږي.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند «فرهاد بایاني» ادعا کوي، چې په کرونا د اخته زندانیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او تر دې دمه کوم بندي ددې ناروغۍ له امله نه دی وفات شوی.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم یوازې د څرخي پله زندان کې د کرونا د ۷۰ او د ننګرهار په عمومي محبس کې  د اتلسو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول شوی و، او داسې اندېښنې هم شته، چې ښایي کره شمېرې تر هغو ډېرې لوړې وي، چې رسنیو ته ورکول کېږي.
په زندانونو کې د کرونا د خپرېدو اندېښنې داسې مهال دي، چې حکومت د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ درولې.
طالبانو تر دې وړاندې د کرونا له امله د خپل یوه بندي د وفات کېدو خبر ورکړی وو، او ګواښ یې کړی و، که زندانیانو ته یې زیان ورسېږي، غچ به یې واخلي.
 


د مطلب کود: 210165

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210165/د-حکومت-په-زندانونو-کې-کرونا-پنځوس-تازه-پېښې-ثبت-شوې

آوا
  https://www.avapress.com