دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 210174
ټاکل شوې نن د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي تړون لاسلیک شي ـ سرچینه
د افغانستان جمهوري ریاست کې یوه سرچینه وايي، ټاکل شوې د نن ورځې تر پایه د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي تړون لاسلیک شي.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي نن یکشنبه مې۱۷(غويي۲۸) امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې په دې اړه تر څو ساعتونو کې په ارګ کې د سیاسي څېرو په ګډون یوه غونډه هم جوړه شي.
پر همدې مهال عبدالله عبدالله ته هم یوې نژدې سرچینې نن یکشنبه امریکا غږ ته وویل ټاکل شوې دغه توافق نن تر دوو بجو وروسته د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.
سرچینې وویل چې د یاد توافق تر لاسلیک وروسته ټاکل شوې عبدالله عبدالله د مطبوعاتي کنفرانس له لارې خلکو ته معلومات ورکړي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پرون شنبه رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي و چې ولسمشر غني به له خپل پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي.
ښاغلي صدیقي همدارنګه ویلي و چې د دواړو غاړو ترمنځ په مهمو ملي مسایلو کې توافق شوی دی.
هغه وویل چې د تړون له امضا کولو وروسته به یې په اړه نور جزیات خپاره شي.
که څه هم لا د دغه تړون جزیات په رسمي ‌ډول نه دي خپاره شوي،‌ خو ځینو رسنیو ویلي دي چې په تړون کې په کابینې کې ښاغلي عبدالله ته ۵۰فیصده برخه او د سولې د مصالحي د عالي شورا مشري‌ ورکړل شوې او همدغه راز عبدالرشید دوستم ته د مارشالې رتبه هم منل شوې ده.
د دوی ترمنځ اختلافات له هغه وروسته پیدا شول چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او عبدالله عبدالله خپل موازي حکومت اعلان کړ.
په ۲۰۱۴ کې هم د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې لانجمنې شوې چې بلاخره د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب د ملي یوالي حکومت جوړ شو چې محمد اشرف غني یې ولسمشر او عبدالله عبدالله یې اجرايي‌ رئیس شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0wnuy49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته