دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 210177
کابل کې وسله وال برید کې د ملي اردو یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړ
د کورنیو چارو وزارت وايي چې کابل کې د ناپېژانده وسله والو برید کې د پوځ یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پېښه نن(یکشنبې د غويي په ۲۸مه نېټه) د کابل ۱۲ حوزې په «داوود خان څلورلاره» کې د موترسایکل سپرو کسانو لخوا شوې ده.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وايي چې پېښه د څېړنې لاندې ده.
هغه همداراز پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي دي چې کابل کې د وروستیو هدفي وژنو په تړاو پنځه تنه موټرسایکل سپاره شکمن کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د هدفي وژنو مخنیوي په موخه کابل کې د موټر سایکلونو تګ راتګ منع کړی وو.
https://avapress.com/vdcd5z0x5yt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته