کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې وسله وال برید کې د ملي اردو یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړ

28 ثور 1399 ساعت 13:17

د کورنیو چارو وزارت وايي چې کابل کې د ناپېژانده وسله والو برید کې د پوځ یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی.


د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پېښه نن(یکشنبې د غويي په ۲۸مه نېټه) د کابل ۱۲ حوزې په «داوود خان څلورلاره» کې د موترسایکل سپرو کسانو لخوا شوې ده.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وايي چې پېښه د څېړنې لاندې ده.
هغه همداراز پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي دي چې کابل کې د وروستیو هدفي وژنو په تړاو پنځه تنه موټرسایکل سپاره شکمن کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د هدفي وژنو مخنیوي په موخه کابل کې د موټر سایکلونو تګ راتګ منع کړی وو.


د مطلب کود: 210177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210177/کابل-کې-وسله-وال-برید-د-ملي-اردو-یوه-سرتېري-ژوند-له-لاسه-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com