دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 210182
صالح ننګرهار کې: خپل دښمن پېژنو، بهرنیان دې وسوسه نه رامنځته کوي
د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح ننګرهار کې د تېرې اوونۍ سې شنبې ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو برید د طالبانو کار بولي.
نوموړي نن(یکشنبې د غويي په ۲۸مه نېټه) ننګرهار ولایت ته د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ په موخه د خپل سفر په ترڅ کې وايي چې د داعش او طالب ترمنځ هېڅ توپير نشته.
ښاغلي صالح څرګندوي چې ځيني بهرنیان د ننګرهار د پېښې مسوولیت پر داعش ډلې وراچوي، د هغه په خبره په داسې حال کې چې د داعش او طالب ترمنځ هېڅ توپير نشته:«ځیني بهرنیان ابهام رامنځته کوي او زموږ ذهن کې وسوسه راچوي چې دا بریدونه د دغې ډلې کار دی او د دغې نه دی... که داسې دداعش ډلې د دوو مهمو غړو، اسلم فاروقي او ابو عمر اعترافونه چې په دې وروستیو کې د ملي امنیت لخوا نیول شوي دي، واورئ، داسې ته پوښتنه نه پاتې کیږي چې داعش څوک دی او طالب څوک دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي وو دا چې کابل کې پر زیږنتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه د داعش ډلې کار دی او دغه ډله افغانستان کې سوله نه غواړي.
دغو بریدونو کې له پنځوسو ډېر کسان ووژل شول.
خو امرالله صالح وویل:«په دې اړه چې بریدونو کې د چار لاس دی او د چا نه دی، شاید ساده خلک یې ومني، خو موږ چې د خلکو په منځ کې یوو او پوهېږو چې زموږ دښمن څوک دی او د چا لخوا یې ملاتړ کیږي.»
طالبانو یادو بریدونو کې لاس لرل رد کړل.
داعش ډلې ننګرهار کې د جنازې په مراسمو برید په غاړه واخیست، خو کابل کې پر زېږنتون برید تر اوسه چا نه دی منلی.
صالح د خپلوخبرو بله برخه کې وویل چې د ننګرهار پېښه په جدي ډول څېړل کیږي او د قربانیانو له کورنیو سره به مرسته وشي.
ښاغلي صالح وویل چې د ننګرهار پېښې د برید له قربانیانو سره به د امنیتي ځواکونو د قربانیانو د کورنیو په شان چلند وشي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoye88uqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته