دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 210191
افغان حکومت ومنله چې عبدلله ته یې کابینه کې ۵۰ سلنه واک ورکړی دی
په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي منلې چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ کابینه پنځوس – پنځوس وېشل شوې ده.
ملي راډیو ټلویزون د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هوکړه خپره کړې، چې په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي هم تاييد کړي ده.
هوکړه کې د ملي مصالحې  عالي شورا مشري عبدالله عبدالله ته ورکړل شوې، چې د سولې پروسې ټولې اړوند چارې به هم ور په غاړه وي.
هوکړه کې راغلي چې عبدالله عبدالله ته په کابینه او د والیانو په ګمارونو کې ۵۰ سلنه برخه ورکړل شوې، چې کابینه کې کلیدي وزارتونه هم شامل دي.
د دې ترڅنګ هوکړه کې راغلي چې عبدالرشید دوستم ته به د ولسمشر غني له لوري د مارشالۍ رتبه هم ورکړل شي.
ټاکل شوې دا هوکړه نن ( یکشنبه غويي ۲۸ ) کابل کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شي.
ولسمشر غني او عبدالله عبدالله  په داسې حال کې دې هوکړې ته رسېدلي، چې دواړو ښکيلو څېرو تېر د ملي یووالي حکومت یوه بده تجربه یاده کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhye8vuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته