کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت ومنله چې عبدلله ته یې کابینه کې ۵۰ سلنه واک ورکړی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 ثور 1399 ساعت 14:22

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي منلې چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ کابینه پنځوس – پنځوس وېشل شوې ده.


ملي راډیو ټلویزون د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هوکړه خپره کړې، چې په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي هم تاييد کړي ده.
هوکړه کې د ملي مصالحې  عالي شورا مشري عبدالله عبدالله ته ورکړل شوې، چې د سولې پروسې ټولې اړوند چارې به هم ور په غاړه وي.
هوکړه کې راغلي چې عبدالله عبدالله ته په کابینه او د والیانو په ګمارونو کې ۵۰ سلنه برخه ورکړل شوې، چې کابینه کې کلیدي وزارتونه هم شامل دي.
د دې ترڅنګ هوکړه کې راغلي چې عبدالرشید دوستم ته به د ولسمشر غني له لوري د مارشالۍ رتبه هم ورکړل شي.
ټاکل شوې دا هوکړه نن ( یکشنبه غويي ۲۸ ) کابل کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شي.
ولسمشر غني او عبدالله عبدالله  په داسې حال کې دې هوکړې ته رسېدلي، چې دواړو ښکيلو څېرو تېر د ملي یووالي حکومت یوه بده تجربه یاده کړې ده.


د مطلب کود: 210191

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210191/افغان-حکومت-ومنله-چې-عبدلله-ته-یې-کابینه-کې-۵۰-سلنه-واک-ورکړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com